IQNA

 په قرآن کې له صهیونزم سره دجنګ تحلیل /5

 کله په جنګ کې د انسانانو توان بې نهایته کیږی

17:26 - March 17, 2026
د خبر لمبر: 3492577
ایکنا –په قرآن کریم کې ټينګار شوی دی، په خداوندمتعال باندې د باؤر  په اندازه  دعمل قدرت پیدا کیږي؛ یعنی توحید لامل کیږي چې  په نهایت کې  د انسانانو توان څو چنده شي.

 مقدس ټاټوبی ته د بنی اسرائیلو دواردیدا لپاره د حضرت موسی  د دستور په بهیر کې ،دوي د هغې قدرتمنې ډلې له ویې چې په هغه ټاټوبی کې وه،له دندې سر وغړوه او  وې وئيل؛ هیڅکله هلته نه واریدیږي، ترڅو چې  هغوی بهر نه وي وتلي(د مائدې سورې – ۲۲ آيت) ،خوقرآن کریم  له دوو کسانو څخه نقل قول کوي   چې څو  صفتونه ئې درلودل.؛ اولا  له خدایه ئې ویره درلوده  او له خداي پرته له بل نه ویریدل. دوهم ؛ َنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمَا؛ د الهي ولایت له نعمته برخمن وو. د هغوی د دغو دوو صفتونو نتیجه  داوه چې یقین ئې درلود، په هماغې واریدیدا سره چورلیټ بریالي کیږی. «ادْخُلُوا عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ»

                (مائده: 23).

  دغو آیتونو مونږ ته رازده کړې ده ، په هغه اندازه چې مونږ باؤر کولی شو، قدرت عمل پیدا کوي، یعني توحید لامل کیږی چې  انسان   بې نهایت قدرتمند کیږي.دقرآن کریم په فرمایش ، د مځکې اوآسمانونو لښکریان ، یوازې د خداي د فرمانروائۍ اومالکیّت په سلطې کې دي «وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا».  ددې لا ښه درک لپاره چې  آسمان او مځکه څرنګه د خدا وند لښکریان کیږي،  د نیل له سینه د  فرعونیانو د تیریدا کیسې  ته بیایوه کتنه کوو.

کله بنی اسرائيلو د شپې مهال حرکت وکړ، نو له څو ورځو وروسته  سمندر ته ورسیدل،ناڅاپه  صحنه داسې شوه چې  د هغوي روبرو سمندر او تر شا ئې په بشپړوسلو سنبال  دفرعون لښکر ؤ.  دلته دوه روایتونه مطرح شوي  دي؛  په مځکني روایت کې بنی اسرائيلو ووئيل؛ چې مونږ ګیر شوو. «إِنَّا لَمُدْرَكُونَ»  او په  آسماني روایت کې حضرت موسی ځواب ورکړ، چې هیڅکله هم داسې نه ده؛ حتما  د مونږپروردګار له مونږسره دی اوډير زر به  مونږ هدایت کړي «كَلَّا إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ».

 د سمندر د اوبو په بلیدا سره ، کله فرعونیان سین ته داخل شول، نوهغه څه چې  دقوت ټکی ئې حسابید،ناڅاپي د خطرې او کمزورتیا په ټکي بدل شو.  د هغوي هرڅه یعني دهغوي وسلې اوزغرې چې وسپنیزې  اودرندې وې، لامل شوې  ټول غرقشي.  داآیتونه نه وائي چې  بې له ځنډه جن پیل کړئ،بلکې وائي، ته پر ایهلی دندو او حدودواوارزښتونو باندې ودریږه،که پرتاسو جنګ هم وتپل شي، نو یقین وکړه چې خداي له تا سره  دی. 

captcha